د عراقي او کردي ځواکونو تر منځ وسله واله نښته شوې

چارواکي وايي، پرون د کرکوک په تېل لرونکي شمالي ښار کې د عراقي پوځيانو او کُرد امنيتي ځواکونو ترمنځ په وسله واله نښته کې دوه کرد ځواکونه ووژل شول او څلور نور ژوبل شول.

دا خبره د کرکوک ولايت د پوليسو مرستيال مشر بريد جنرال تورهان عبدالرحمن فرانس پريس خبري اژانس ته وکړه.

د کرکوک ولايت د پوليسو قومندان بريدجنرال جمال طاهر بکر بيا وويل، چې څلور عراقي پوځيان نيول شوي او دوی د پېښې او دغه راز په دې اړه تحقيقات پيل کړي چې مالومه کړي مسووليت د چا و.

ده په عين حال کې ويلي، چې دا جدي پېښه نه وه بلکې يو تصادف و.