یو لوړپوړی پوځي چارواکی وایي، ایران د دښمنانو له خوا د پیل شوې سایبر یا د انټرنټ له لارې جګړې په ترڅ کې د دوهم ځل لپاره کمپیوټري وایروس ځپلی.
د ملکي دفاع د ادارې مشر غلام رضا جلیلي د ایران نیمه رسمي خبري اژانس مهر ته وویل، چې د دغه نوي وایروس په اړه چې د ستورو په نوم یاد شوی، کارپوهان څیړنه کوي.
هغه په دې اړه چې دغه ویروس کوم اهداف په نخښه کړي یا کله او څنګه هغه کشف شو، څه ونه ویل.
ایران له دې مخکې، تیرکال یوه بل سټکسنیت وایروس ځپلی و.
د راپورونو له مخې دغه ویروس د ایران د لانجمن اټومي پروګرام د ویجاړولو لپاره ډیزاین شوی و.
ایران متحده ایالات او اسرایل ملامت کړي، چې د دغو حملو ترشالاس لري. دغه دواړه هیوادونه په دې باور دي چې ایران په پټه د اټومي وسلو د تولید په لټه کې دی.