یو. اېس. اېډ په افغانستان کې د خوړو او کرنې ادارې سره مالي مرسته وکړه

د متحده ایالاتو نړیوالې پراختیایي ادارې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې له ادارې سره د شپږ نیم لکو امریکایي ډالرو په شااو خوا کې مرسته وکړه.

د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارۍ څخه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه پیسې به په افغانستان کې د خوراکی موادو د اړتیاوو په برخه کې ولږیږي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې له ادارې سره دا مرستې په داسې وخت کې کیږي چې دا مهال په افغانستان کې خوراکي مرستوته جدي اړتیا لیدل کیږي.