تېرو ۴۸ ساتونو کې د ناټو درې سرتیري وژل شوي

ناټو وايي، په تیرو ۴۸ ساعتونو کې د افغانستان په جنوب او ختیځ کې د دوی درې سرتیري وژل شوي دي.

ناټو د دغو سرتیرو هویت او د وژل کیدو دقیق ځای نه دی ښودلی خو ویلي یې دي، چې دوه سرتیري په جنوب کې د سرک د غاړي ماین وژلي او بل په کاپیسا کې د دوی د یوې هیليکوپترې په بیړنۍ ناسته کې مړ شوی دی.

د نړیوالو ځواکونو د معلوماتو له مخې د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې په افغانستان کې ۱۳۵ بهرني عسکر د دولت له وسله والو مخالفانو سره په جګړو او بمي چادونو کې وژل شوي دي.