د ارمنستان خلکو تیره ورځ د ترکيې د عثمانې دورې په ترڅ کې د خپلو لکونو وګړو د ډله ییزې وژنې ۹۶کلیزه ولمانځله.
دغه مراسم لمانځل د ارمنستان او ترکیې تر منځ د اړیکو د نورماله کیدو مخې یو خنډ بلل کیږي.
ارمنستان وايي، د ۱۹۱۵ او ۱۹۱۷کلونو تر منځ د ترکیې د عثمانې امپراطورۍ پر مهال څه د پاسه یو نیم میلیون ارمینیایان په سیستوماتیک ډول وژل شوي او ارمنستان دا وژنه قتل عام ګڼي.
ترکیه د قتل عام خبره نه مني او وايي، چې له دریو لکو نیولي تر پینځو لکو پورې ارمینیایان او یو شمېر ترکان هم د هغه مهال په کورنیو شخړو کې وژل شوي دي.
د ترکیې او ارمنستان تر منځ دغه جنجال د دواړو هیوادونو تر منځ له لسیزو راهیسې دښمني راپورته کړې ده.
بل لور ته د امریکا ولسمشر بارک اوباما په یوه لیکلي پیغام کې دغه ډلیزه وژنه د شلمې پیړۍ یوه لوی بې رحمانه عمل بللی دی، خو دا دریم کال دی چې نوموړی د ترکانو لخوا د ارمینیایانو ډلیزې وژنې ته د قتل عام نوم نه ورکوي.
په هر حال د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر دا اوباما پر څرګندونو خپله ژوره خواشینې ښودلې ده.