په خوست کې د پامیر په نامه یو خصوصي پوهنتون فعال شو

په خوست ولایت کې نن د د پامیر په نوم یوه خصوصي پوهنتون په فعالیت پیل وکړ.

د دې پوهنتون رییس استاد نیکمل ازادۍ راډیو ته وویل، چې د لوړو زده کړو دا خصوصي موسسه د اقتصاد، کمپیوترساینس او ادبیاتو پوهنځي لري.

نوموړي ژمنه وکړه، چې هڅه به وکړي ترڅو په کم فیس او لوړ معیار محصلان وروزي.

تیرکال هم په خوست ولایت کې د میوند په نوم یو خصوصي پوهنتون چې درې پوهنځي لري خپل فعالیت پیل کړی وو.