عیسویان نن د ایستر اختر لمانځي

د ټولې نړۍ عیسویان نن د ایستر اختر لمانځي، د عیسویانو په باور عیسي مسیح په دې ورځ په صلیب تر را ځړول کېدو وروسته بیرته ژوندی شو.

پاپ بندکت شپاړلسم نن په روم کې د سنت پیترس په میدان کې دا مراسم پيل کړل، چې په لسګونه زره کسانو برخه په کې واخیسته او نن ماښام به نړۍ او خلکو ته د کلنۍ دعا برخه هم ترسره کړي .