د کابل په سروبي کې د کوکنارو د کر د اړولو عملیات پیل شوي

د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د کوکنارو د کرکیلې د اړولو عملیات پیل کړي دي.

ویل شوي، چې دا عملیات نن سهار د ازبین له درې څخه پیل شوي او تمه کیږي چې لسګونه جریبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شي.

په خبر کې ویل شوي، چې تر دې وړاندې هم د جګدلک په سیمه کې په ورته عملیاتو کې شاوخوا درې سوه جریبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول.

په کابل سربیره د مخدروموادو پر ضد ځواکونو په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم له څه مودې راهیسې د کوکنارو د کرکیلې ضد عملیات پیل کړي او تر اوسه یې سلګونه جریبه ځمکه کې د کوکنارو بوټي له منځه وړي دي.