د يمن ولسمشر علي عبدالله صالح پرون د دې هېواد عمده مخالف ائتلاف تورن کړ، چې دغه هېواد د کورنۍ جګړې لوري ته بيايي، دا په داسې حال کې ده چې مظاهره چيانو ويلي د صالح د واکمنۍ خلاف به د اعتراض په توګه خپل ملکي بغاوت ته ادامه ورکوي.
صالح په خپله وينا کې، چې له دولتي ټلويزيون څخه خپرېده، وويل:
”ائتلاف غواړي چې وينې وبهوي او په هېواد کې کورنۍ جګړې ته لمن ووهي، دا هغه څه دي چې نه د يمن په ګټه دي او نه د سيمې“
د يمن په تغيير ميدان کې د حکومت ضد يوې مظاهره کوونکې اروا وويل، ولسمشر به له محاکمې څخه بچ نه شي:
”زه فکر کوم ولسمشر صالح به دا فرصت ونه لري چې له محکمې ځان وساتي. دى خوشې خيال کوي، خو تر 2013م کاله پورې به په واک کې پاتې نه شي.
موږ به مبارزه کوو، که ځوانان مبارزه ونه کړي، موږ به يې ونه بخښو“
د جمعې په ورځ ولسمشر صالح د خليج هېوادونو په منځګړيتوب د قدرت د انتقال د پلان هرکلى وکړ، چې د راپورونو له مخې د ملي يووالي د حکومت جوړېدلو غوښتنه په کې شوې، چې مخالف ائتلاف به مخکښ رول په کې لري. له صالح څخه يې غوښتي، چې په يوه مياشت کې دې قدرت خپل مرستيال ته وسپاري.
تر دې مخکې د يمن ولسمشر ويلي وو، دى به د خپلې ولسمشرۍ د دورې تر پايه، يعنې 2013م کاله پورې واک پرې نه ږدي، په ملي کچه يې د خپلې فوري استعفا غوښتنه رد کړې وه.