عراق:په عربي نړۍ کې پر لاریون کوونکو ظلم کیږي

د عراق صدراعظم نوري المالکي وايي، په عربي نړۍ کې مظاهرې د توجېه وړ ځکه دي، چې پر مظاهره چيانو ظلم شوى دى،پرون د نوموړي له دفتر څخه په خپور شوي بيان کې مالکي ويلي:

”زه فکر کوم مظاهره عادي خبره ده او تمه يې هم کېده، ځکه له دغو خلکو يې زياتره له ظلم، ستم، اداري فساد او د پرمختګ له نشتوالي ځورېږي“

مالکي ويلي، دا خلک حق لري چې د خپلې ښېګڼې لپاره خپل وضعيت په سوله ييز ډول بدل کړي. عراق خپلې نازکې ډيموکراتيکې تجربې ته په پام سره د خلکو د مشروع غوښتنو ملاتړ کوي.

د عراق صدراعظم دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په سوريه او يمن کې حکومت ضد مظاهرې او په ليبيا کې وسلوال کړکېچ روان دى.