د ناټو یوې الوتکې د قذافي استونګن ځای بمبارد کړ

لیبیا وایي، د ناټو یوې الوتکې په مرکز طرابلس کې د معمر القذافي د استوګنې ځای ته نژدې بم غورځولی دی.

د حکومت ویاند موسی ابراهیم وویل، په دې بمي برید کې درې تنه وژل شوې دي.

ناټو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي. دا خبر وروسته تر دې خپور شو چې امریکایي سناتور جان مککین وویل، واشنګتن باید د یاغیانو ډله په رسیمت وپیژنې او په مځکنۍ جګړې کې د قذافي د ځواکونو پرضد برخه واخلي:

″یاغیان زیاتې مرستې ته ا ړتیا لري. دوی هوایي ملاتړ ته ضرورت لري. د امریکا متحد ایالات بې ساری توان لري او موږ باید له دغه ځواک څخه بیا کار واخلو. یاغیان غواړي چې په رسمیت وپیژندل شي.″

جان مککین دا څرګندونې په بنغازي کې وکړې. نومړي د لویدیځ تر ټولو جګپوړی سیاسي شخصیت دی، چې د لیبیا له یاغیانو سره په لیبیا کې ګوري.

اوباما او د فرانسې او بریتانیا مشرانو ویلي دي، چې دوی به پر لیبیا هوایي بریدونو ته تر هغو دوام ورکړي چې قذافي له واکه نه وي لرې شوی.