سوریه: امنیتي ځواکونو پرون ۸۸ تنه مظاهره کوونکي وژلي

د سوریې د اعتراض کوونکو د تنظیمونکې ډلې یوه مخور وویل، امنیتي ځواکونو د جمعې په ورځ له ډیموکراسي پلوه اعتراض کوونکو سره په شخړه کې اته اتیا کسان وژلي دي.

د مظاهرو د تنظیمونکو یوې سیمه ییزې کمیټې رویټرز اژانس ته یو لست استولی دی او په هغه کې یې د دغو اته اتیا وژل شویو کسانو نومونه لیکلي دي.

دا کسان د دې کمیټې په وینا په لاذقیه، حمص، هما، دمشق او په جنوبي کلي لزرا کې وژل شوې دي.