د ننګرهار او کندهار په پېښو ۷ پولیس وژل شوي دي

په افغانستان کې په دوو جلا جلا پیښو کې لږ تر لږه اووه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې لومړۍ پیښه په ننګرهار ولایت کې رامنځ ته شوه، چې په کې په دره نور ولسوالۍ کې په یو کمین کې دوه پولیسه ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند معرفي کوي ، ادعا کوي، چې په دې پېښه کې څلور پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

په بله پیښه کې تیر ماښام د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ماین په یوه چاودنه کې پنځه سرحدي پولیس مړه او یو ټپي شوې.