جان مککین د قذافي ضد یاغیانو ته د اتلانو لقب ورکړ

د امریکا د متحده ایالاتو سناتور جان مکین د معمرالقذافي رژیم له مخالفو یاغیانوسره نن په بن غازي ښار کي وکتل.

د لیبیا په ختیځ کې د یاغیانو تر واک لاندې ښار بن غازي ته د مکین له رسیدو سره سم رسنیود نوموړي له خولې وویل، چې یاغیان د ده اتلان دي.

مککین یو ځل بیا خپل دریځ اعلان کړ او ویي ویل، متحده ایالات باید بېرته د قذافي ضد جګړې کې شامل شي. دی وایي، ناټو لازم جنګي ځواک نه لري.

″یاغیان زیاتې مرستې ته اړتیا لري. دوی هوایي ملاتړ ته اړ دي. د امریکا متحده ایالات بې ساری توان لري او موږ باید له دغه قوت څخه بیا کار واخلو. یاغیان غواړي چې په رسمیت وپیژندل شي.″


متحده ایالاتو د اپریل په ۴ مه، د لیبیا د عملیاتو قومانده ناټو ته سپارلې وه.
د امریکا دفاع وزېر پرون وویل، متحده ایالات به د بې پیلوټه الوتکو په واسطه د قذافي په ځواکونو حملې وکړې.

د لیبیا وسله وال یاغیان شکایت کوي، چي د ناټو هوایي بریدونه د قذافي ځواکونو د درولو په کار کې اغیزمن نه دي.

له بلې خوا، د امریکا د پوځ د لویو درستېزانو د کمیټې مشر مایک مولن نن له عراق څخه د کتنې پرمهال وویل، د ناټو هوایي بریدونو د قذافي مځکني ځواکونه په سلو کي له دیرشو څخه تر څلویښتو پوري کمزوري کړې خو دایې ومنله چې د لیبیا په شخړې کې پرمختګ نه دی شوی.