د سوریې امنیتي ځواکونو سلګونه مظاهره چیان مړه او ټپیان کړي

د سوريې د بشري حقونو کمیټه چې مرکز یې په لندن کې دی وايي، د جمعې په ورځ د سوریې په بیلابیلو ښارونو کې د حکومت ضد پراخو مظاهرو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو ۷۲ کسان وژلي او په سلګونو نور يې ټپیان کړي دي.

تر دې مخکې راپورونو ویلي وو، چې په درعا کې د مظاهرو پر مهال لس مظاهره چیان وژل شوي. په عین حال کې عیني شاهدانو ویلي وو، چې د پایتحت دمشق څخه بهر یې په یو روغتون کې پنځه جسدونه کتلي چې په مرمیو ویشتل شوي وو.

په دمشق کې لږ تر لږه د دوو لویو مظاهرو خبر ورکړل شوی دی.

دا شمیره، چې د بشري حقونو کمیټې خپره کړه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې، ځکه سوريې ژورنالیستان ایستلي او جنجالي سیمو ته یې د رسنیو دلاس رسي مخه نیولې ده.

تر دې مخکې د بشري حقونو فعالانو ویلي وو، امنیتي ځواکونو د حما په شمالي ښار او د هومز په مرکزي ښار کې د ډیموکراسي پلوو مظاهره چیانو د خورولو لپاره پر هغوی ډزې کړي.

د سپينې ماڼۍ ویاند جای کارني ویلي امریکا د سوریې له حکومته غواړي چې د مظاهره چیانو په وړاندې دې زورزیاتي بند کړي.