پېپسي کولا د افغانستان د غیرالکولي مشروباتو له یوه شرکت سره په د بوتلونو د تولید د یوې فابریکې د جوړولو تړون لاسلیک کړی.
په هغه خبرپاڼه کې چې د الکوزي ګروپ شرکت په ویبپاڼه کې خپره شوې راغلي دي، چې د دې فابریکې د جوړولو تړون پرون په ډوبۍ کې د دواړو شرکتونو له خوا لاسلیک شو.
خبرپاڼه زیاتوي، د شپېتو میلیونه ډالرو په لګښت په دې فابریکه کې به د پېپسي شربت د تولید تر څنګ د هغه لپاره بوتلونه هم تولیدېږي.
خبرپاڼه د الکوزي ګروپ د اجراییه مشر جلیل الکوزي له قوله لیکي چې وايي، دا فابریکه به د ۲۰۱۲ کال په مارچ میاشت کې په کابل کې خپل فعالیت پیل کړي.
ښاغلی الکوزی وايي، د دې فابریکې له جوړېدو سره به د ۸۰۰ کسانو لپاره په مستقیم او د نژدې ۳۰۰۰ کسانو لپاره په غیرمستقیم ډول د کار امکان برابر شي.