د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې تیره شپه پر وسلوالو مخالفینو د راکټ مرمۍ چاودلې چې دوه تنه یې وژل شوي او دوه نور ټپیان کړي.
د کونړ ولایت د تروریزم پر خلاف د مبارزې مدیر عبدالمتین وايي، نن په اسمار ولسوالۍ کې له یوه کس سره، چې له پاکستان نه کونړ ته راتله، 250 کیلوګرامه چاودیدونکي توکي نیول شوي.
د یوه بل خبر له مخې د کندز ولایت امنیه قوماندان جنرال سمیع الله وايي، چې په خان اباد ولسوالۍ کې یې د وسله والو مخالفیو د وسلو او مهماتو یوه زیرمه نیولی ده.
د دواړو پېښو په اړه وسله والو مخالفینو څه نه دي ویلي.