کابل:له بازاره غیرې قانوني پوځي لباسونه ټولیږي

د کابل امنیتي چارواکي وايي، چې له بازاره یې د غیرې قانوني پوځي لباسونو او وسایلو د ټولو عملیات پیل کړي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې وايي، چې دغه عملیات یې له پوځي او پولیسي لباسونو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په هدف پیل کړی دی.

ویل شوي، چې تر اوسه په کابل کې په یوه مارکیټ کې دغه ډول غیرې قانوني وسایل او لباسونه نیول شوي دي.

په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې په دې وروستیو کې له پوځي او پولیسي لباس څخه په ګټه پر افغان ځواکونو ځان وژونکي حملې شوي، چې یو شمېر سرتیري یې هم وژلي.