عرب:ایران باید د ګاونډیو د اتحاد درناوي وکړي

د عربي متحد اماراتو د بهرنیو چارو وزیر پرون وویل، چې ایران باید د خپلو عربي ګاونډیو د اتحاد درناوی وکړي.

شیخ عبدالله بن زاید ال نهیان چې هېواد یې د عربي خلیج د همکارۍ د شورا دوره اي مشري کوي د اماراتو په مرکز ابوظبي کې خبرې غونډې ته وویل، زه هیله کوم چې ایران د خپلو ګاونډېو احترام وکړي او مسوولانه چلند ورسره وکړي.

د ایران او ګاونډیو عربي هېوادو تر منځ کړکیچ مخ په زیاتیدو دی، دا بحران د فبروري له نیمایي وروسته تر دې پیل شو، چې په بحرین کې شیعه و د حکومت پرضد اعتراضونه پیل کړل.

له دې پاڅونه وروسته د سعودي په مشرۍ د عربي خلیج ځواکونه چې په هغو کې د اماراتو پولیس هم و بحرین ته د مارچ په څوارلسمه ولاړل او ایران د دې ځواکونو پر استولو انتقاد وکړ.