جګپوړي امریکایي پوځي چارواکي د پاکستان د استخباراتو اداره ( ای ایس ای) ملامته کړه، چې په افغانستان کې له یوې ځواکمنې جګړه مارې ډلې سره اړیکي لري.
د امریکا لوی درستیز امیرالبحر مایک مولن، چې د پاکستان په سفر دی له جي او تلویزیون سره یې پرون په مرکه کې مخکې تر دې ( ای ایس ای) اداره تورنه کړه چې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال اشفاق پرویز کیاني سره وګوري.
مایک مولن وویل، دی په خبرو کې له اشفاق کیاني سره د حقاني د ډلې خبره یاده کړي چې له دې سره د دواړو هېوادو تر منځ یو کشمکش پیدا شوی دی،ای ایس ای پخوا د امریکا دا ډول تورونه رد کړې و، چې د حقاني د ډلې او نورو طالبانو ملاتړ کوي.
روان کال د ای ایس ای او سي ای اې تر منځ بحران وروسته تر دې زیات شو چې د سي اې اې قراردادي ریمونډ ډیفیس دوه پاکستانیان په لاهور کې وویشتل او ویې ویل چې دغو کسانو له ده غلا کوله.