د امریکا یو ۷کسیز پلاوی لغمان ته ولاړ

د امریکا د کانګرس یو اووه کسیزهیات لغمان ته ولاړ، له دغه هیات سره په افغانستان کې د امریکا سفیر هم ملګری و او پرون یې د لغمان د والي اقبال عزیزي په ګډون له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل.

امریکایي پلاوي په لغمان کې د یو شمېر هغو پروژو کتنه هم وکړه، چې په تیرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې ودانې شوې دي.

دا په تیرې یوې میاشتې کې د امریکا د کانګرس دوهم هیات دی چې لغمان ته ځي.