د عربو د خلیج د بهرنیو چارو وزیرانو په دوبۍ کې د یمن د حکومت له پلاوي سره په هغو لارو چارو خبرې کړي، چې په یمن کې د حکومت او د حکومت ضد مظاهره چیانو ترمنځ د یوې میاشتې اږده شخړه پای ته ورسوي.
له خبرو ورسته په یوه ګډه اعلامیه کې دې وزیرانو ویلي، دوی د دې شخړې د هواري لپاره پر بیلا بیلو لارو خبرې کړي، خو په دې اړه یې هیڅ جزیات یا کوم ټاکلی پلان نه دی په ډاګه کړی.
د خلیج د عربي هیوادونو شورا چې په کې سعودي عربستان، قطر، کویټ، بحرین، عمان او متحده عربي امارات راټول شوي هڅه کوي، د هغې پروسې منځګړتوب وکړي، چې په نتیجه کې یې د یمن ولسمشر علي عبدالله صالح واک پریږدي.
د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم د یمن د شخړې په اړه د تړلو دروازو ترشا غونډه لرله خو په دې ونه توانیدل، چې د وضیعت په باب ګډه اعلامیه خپره کړي.