پوتين د خپلو لاسته راوړنو په اړه پارلمان ته معلومات ورکړل

د روسیې صدراعظم ویلادیمیر پوتین نن ددې هېواد پارلمان ته په خپله کلنۍ وینا کې د خپل حکومت لاس ته راوړنې بیان کړې .

پوتین د خپلې وینا په پیل کې د دې هېواد د پارلمان د استازو جرګې یا دوما ته وویل، د نړېوال اقتصادي بحران پر مهال روسیه خپلې اقتصادي چارې داسې تنظیم کړې وې چې له سختو ټکانونو او خطرونو ژغورلې وي.

نوموړي همداراز د سږ کال لپاره د کورني نا خالص تولید کلنۍ وده ۴ عشاریه ۲ اټکل کړه. چې دا د حکومت له هغې تمې سره برابره ده، چې په ۲۰۱۰ کال کې یې اعلان کړې وه .

په داسې حال کې چې په روسیه کې په دې ډیسمبر کې پارلماني انتخابات کېږي او په ۲۰۱۲ کال کې به د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي دا به اوسني پارلمان ته چې د پوتین د متحدې روسیې ګوند په کې اکثریت دی د پوتین وروستۍ وینا وي.

د پوتین ویاند ډیمتري پیسکوف ویلي، صدراعظم پوتین به په دې وینا کې پارلمان ته په دې اړه چې ایا دا غواړي د ۲۰۱۲ کال په انتخاباتو کې ځان کاندید کړي کنه څه ونه وايي.

پوتین ویلي دا ډیره د وخت نه مخکې ده چې وووايي دا او که اوسني ولسمشر ډیمتري میډویډیف به د ولسمشرۍ د څوکۍ د ترلاسه کولو هڅه وکړي.