کندهار: د پاکستان پر پوله دوه تنه سره د ځانوژوونکي واسکټونو نیول شوي

په کندهار کې سرحدي پولیس وايي، له پاکستان سره په پوله یې شپږ د ځان وژونکو حملو واسکټونه او د بهرنیو عسکرو شپږ دریشۍ نیولي دي.

په سرحدي ولسوالۍ سپین بولدک کې د سرحدي پولیسو مشر عبدالرازق ازادي راډیو ته وویل، دغه شیان تیره شپه له دوو کسانو سره چې له پاکستان نه ور اوښتي وو، ونیول شول. هغه وویل، په نیول شویو کسانو کې یو پاکستانۍ دی.

په کندهار کې له مشکوکو کسانو سره د بهرنیو ځواکونو دریشۍ په داسې حال کې نیول کیږي چې په دې وروستیو کې وسلوالو مخالفینو د افغان ځواکونو له یونیفورم نه په استفادې سره څوپر له پسې بریدونه وکړل.