مدني ټولنې: په عملیاتو کې دې د مکلي تلفاتو عاملین محاکمه شي

په کابل کې د مدنې ټولنې یو شمیر سازمانو په یوې ګډې اعلامیې کې د افغانستان په جګړې کې په ښکیلو خواوو غږ وکړ، چې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره دې جدي اقدامات وکړي.

د دې اعلامیې په یوې برخه کې چې نن په کابل کې په یوې غونډه کې ولوستل شوه، همداراز له نړیوالو ځواکونو غوښتل شوي چې په پوځي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو عاملان دې محاکمه کړي:

په اعلامیه کې راغلي:

"موږ په پوځي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو د پخوانیو عاملانو د محاکمې غوښتونکو هم یو، تر څو په راتلونکي کې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو رهبري کوونکو ته یو درس شي."

په دې غونډه کې د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون ویاند نادر نادري وویل، په تیرو دریو میاشتو کې په افغانستان څلور سوو پنځه ویشت ملکي کسان وژل شوي، چې په دریو کې یوه برخه یې د افغان او نړیوالو ځواکونو او دوه نورې یې د مخالفینو په فعالیتونو کې وژل شوي.