په سوریه کې د حکومت پر ضد نن بیا مظاهره وشوه

رپوټونه وايي، چې د سوريې په شمال ختيځو سيمو کې د حکومت ضد تازه مظاهرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جمهور ريس بشارالاسد رژيم پرون په سوريه کې له تيرو تقريبا پينځو لسيزو راهيسې د نافذ شوي بيړنۍ حالت د لغوه کولو موافقه اعلان کړه.

د بيړني حالت لغوه کول په سوريه کې د رژيم ضد مظاهره کونکو يوه عمده غوښتنه وه.