ولسمشرکرزی: خپل سري عملیات او د شپې له خوا تالاشۍ دې بندې شي

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي یوځل بیا له متحده ایالاتو وغوښتل چې په هیواد کې میشت امریکایي ځواکونه دې د شپې له خوا د خلکو د کورونو تلاشی او هغه عملیات پای ته ورسوي چې د ملکي تلفاتو سبب کیږي.

ولسمشر کرزي دا غوښتنه پرون په ارګ کې د امریکا د کانګرس له یوه هیات سره په کتنه کې چې مشري یې د استازیو د جرګې د رییس جان بونیر په غاړه ده، مطرح کړه.

د استازیو د جرګې شپږ نور غړي له ښاغلی بونیر سره په دې سفر کې ملګرتیا کوي.

په افغانستان کې د شپې له خوا عملیات او د ملکي تلفاتو مسله یوه حساسه مساله ده چې تکرار یې د ولسمشر کرزی د حکومت او دهغه د غربي دوستانو ترمنځ کړکچ رامنځ ته کړی دی.

په دې کتنه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږدمهالو ستراتیژیکو اړیکو په اړه هم خبرې وشوې او د دواړو هیوادونو ترمنځ ستراتیژیکې شراکت د دواړو هیوادونو په ګټه وبلل شو.