د دفاع وزارت:ځینې تشې شته چې داسې بریدونه کیږي

د افغانستان د فاع وزارت وایي، نوې هڅې پیل کړي تر څو د داسې حملو مخنیوي وکړي چې پرون په دغه وزارت کې رامنځ ته شوه.

د دغه وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي ازادۍ راډیو ته وویل تراوسه دا څرګنده نه ده، چې پرونی برید کوونکی د ملي اردو سرتیری وو او که نه؟

خو دا یې ومنله چې ځینې تشې شته چې دغه پېښه رامنځ ته شوه، یو کس چې د ملي اردو جامې یې په تن وې پرون په دفاع وزارت کې د ملي اردو په سرتیرو ډزې وکړې چې دوه کسه یې ووژل او اوه نور یې ټپیان کړل.