لودین:هیله ده چې پاکستان به طالب بندیان راخوشې کړي

د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي وایي، هیله مند دي چې پاکستان به ورته د ځینو طالب بندیانو د خوشې کولو په برخه کې مثبت ځواب ورکړي.

د سولې عالي شورا مرستیال عطا الله لودین نن له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوي له پاکستاني چارواکو څخه د ځینو طالب بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې.

ویل کیږي، د طالبانو یو شمېر پیژندل شوې څیرې د ملاعبدالغني برادر په ګډون په پاکستان کې بندیان دي.