پینتاګون ستنلې مک کرستل ته برات ورکړ

د پینټاګون څیړنو په رونګ ستون مجلې کې په افغانستان کې دامریکایي ځواکونو د لری شوي قومداندن، جنرال ستینلې مک کرستل په ارتباط د خپرو شوېو خبرو په اړه هغه ته برات ورکړ،د دې څیړنو نتیجه نن اعلان شوه، چې د تیر جون په میاشت کې د دې مجلې له خوا د خپور شوی راپور اعتبار هم له پوښتنې سره مخامخ کړي.

رولنګ ستون بې له دې چې نوم یې واخلي د جنرال مک کرستل د شاوخو خلکو په حواله یې د ولسمشر اوباما د ملي امنیت د ټیم د بې اعتباره کولو لپاره څرګندونې خپرې کړي وې.

د دفاع د وزارت د تحقیقاتو دفتر په عمومې تحلیل کې دې نتیجې ته ورسېد، چې شواهد ناکافي وو څو دا په پخه توګه ثابته کړي چې دا ډول خبرې د مک کرستل او یا هم د هغه د همکارانو له خوا شوې وې.

کله چې دا مقاله په رولینګ ستون کې خپره شوه، نو د تیر جون په میاشت کې مک کرستل سپینې ماڼۍ ته احضا او له کاره ګوښه شو، د هغه په ځای جنرال دیوید پترویس په کار وګمارل شو .