لوګریان:د لوګر والي دې لیري شي

په کابل کې نن د لوګر ولایت یو شمېر اوسیدونکو په یوه احتجاجي مظاهره کې د لوګر د والي د لرې کولو غوښتنه وکړه.

دغو مظاهرو کوونکو، چې په کابل کې د عیدګاه جامع جومات مخې ته راټول شوي وو د لوګر والي تورن کړ، چې په دغه ولایت کې د بیارغونې په برخه کې څه نه دي کړي.

دوي په جنرال عتیق الله لودین دا تور هم ولګاوه، چې د ځمکو په غصبولو کې لاس لري،خو د لوګر والي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې پر ده لګول شوي تورونه ناسم وبلل او دا مظاهره یي د ځان په خلاف یوه سیاسي دسیسه وبلله.