پاکستان او امریکا د اقتصادي اصلاحاتو په اړه خبرې وکړې

پاکستاني او امریکايي چارواکو پرون په واشنګټن کې په خپله کتنه کې په پاکستان کې د اقتصادي اصلاحاتو په اړه د اسلام اباد پر هڅو خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د پاکستان د مالیې وزیر حفیظ شیخ د امریکا د ادارې او منابعو د مرستیال وزیر په ګډون له امریکايي چارواکو سره کتنې وکړې.

له کتنې وروسته په خپره شوې ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې امریکا د پاکستان د حکومت له هغو هڅو خبره ده چې د مالیو د راټولو په برخه کې کړې دي.

اعلامیه زیاتوي چې د ځواکمن پرمختګ لپاره اسلام اباد د انرژۍ د سکتور په ګډون د تشکیلاتي اصلاحاتو په برخه کې باید نورې هڅې هم وکړي.

متحدایالات په وروستیو څو کلونو کې له پاکستان ته د افراطي وسله والو د ځپلو په برخه کې د مرستې په مقصد د میلیاردونو ډالرو په ارزښت مالي مرستې کړې دي.