جاپان:د راډیو اکټیف وړانګو د اندازې معلومولو لپاره له ربوټه کار اخیستل کیږي

د جاپان د فوکوشيما په زلزله ځپلو اتومي تاسيساتو کې د راډيو اکتيف وړانکو د اندازې د مالومولو لپاره پرون له هغو روبوټونو کار واخيستل شو، چې له لېرې کنټرولېږي.

د دوو ريکټرونو د ودانيو څېړنې وښودله، چې دا ځای د انسانانو د کار لپاره مساعد نه دي او دا چاره د زيانمن شوېو ريکټرونو د جوړولو لپاره هلې ځلې له ستونزه سره مخامخوي.

د دغو تاسيساتو مسوولانو د يکشنبې په ورځ په اتومي برېښناکوټونو کې د وضعيت د عادي کولو لپاره يو نوي نهه ومياشتني پروګرام اعلان کړ.

په دې پروګرام کې نوي سړوونکي سيستمونه شامل دي چې تازه جوړ شوي دي.

دا اعلان ښيي چې د سړوونکو سيستمونو د ترميمولو لپاره د توکيو د برېښنا شرکت مخکينۍ هڅې ناکامې شوې دي.