د کورنیو او ټولنیزو ستونزو په اړه خپرونه

یوه لویه صحي ستونزه چې معمولآ په ګرمه هوا کې رامنځته کیږي هغه د ځینو هغو خوړو له امله وي چې د بازار په مخ خرڅیږي، په کابل کې د انتاني روغتون مسول کسان وایي،چې هروخت په تیره بیا په توده هوا کې ګڼ شمېرهغه ناروغان د درملنې لپاره ورځي چې د بازار خوړو ناروغه کړي د پغمان اوسیدونکی امام الدین وایي، کوم څه چې د بازارپه مخ خرڅیږي پاک نه وي نو ځکه د ناروغیو سبب شي .

عبدالفرید حمیدي، چې د کابل په نوي ښار کې د کراچۍ په سر پیرکي خرڅوي وایي، هغه کسان چې د بازار په مخ خواړه او د بېلابېلو میوو اوبه اخلي اوس د بازار له خوړو سره عادت شوي نه ناروغه کیږي .

د انتاني په روغتون کې د داخلې برخې ډاکترعابد نصرت وایي، کوم خواړه او د میوو اوبه چې د بازار په مخ خرڅیږي له خاورو او دوړو نه ډک وي نو ځکه یو شمېر ناروغۍ رامنځته کوي .

دا چې د ښاروالۍ مسول کسان ولې د بازار په مخ د خوړو او د میوو د اوبو د خرڅولومخه نه نیسي د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو معین دیپلوم انجینر خوږمن علومي وایي، دوي څو ځله دا کار کړی خو نتیجه یې نه ده ورکړې .

علومې وایي، چې د دې ستونزې مخنیوی تر موږ عام خلک ښه کولای شي ځکه که چیرې هغوي د کراچیو له سرنه خواړه او د میوو اوبه وانه خلې خرڅونکې یې په خپله بل کار ته مخه کوي .

په ځینو کورنیو کې وړې انجونې او هلکان دې ته مجبوریږي چې د کور کارونه وکړي حال دا چې هغوي په جسمي او روحي لحاظ دې ته تیار نه وي چې ور سپارل شوي کارونه په سمه طریقه سرته ورسوي .

که چېرې په ماشومانو باندې د هغوي له توان نه لوړ کارونه وشي خامخا زیانمن کیږي.

د پکتیا اوسیدونکي امین الله بیا وایي، چې هغوي په وړو انجنو او هلکانو باندې د کور درانه کارونه نه کوي ځکه پوهیږي چې له وس نه یې لوړدي.

د کابل اوسیدونکې حمیده چې یوه مور ده وایي، هیڅکله یې نه یادیږي چې په خپلې وړې لور به یې د کور کار کړي وي، ځکه زیان ورته رسوي.

او د خپرونې په وروستيو كې تمثیلي ټوټه هم اورېدلاى شئ.

دا خپرونه په كابل كې فرشته مرسل برابروي چې د هرې سې شنبې او چهار شنبې په ورځو خپريږي.

دا خپرونه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شي.