د فرانسي د دفاع وزیر کابل ته راورسید

د فرانسې د دفاع وزیر په یو سفر افغانستان ته راغلی څو په هېواد کې د خپلو سرتیرو او افغان چارواکو سره وویني.

ګیراد لونګیوټ د یکشنبې په ورځ افغانستان ته د رسیدو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.

نوموړی به په افغانستان کې د فرانسوي ځواکونو له بیلا بیلو اډو څخه کتنه وکړي.

فرانسه دا مهال د ناټو تر مشرۍ لاندې په افغانستان کې شاوخوا درې نیم زره سرتیري لري، چې ډیري يې د کابل په شمال، سروبي ولسوالۍ او کاپیسا ولایت کې ځای پر ځای دي.

دغه راز دا روښانه نه ده، چې د فرانسې د دفاع وزیر به په افغانستان کې په ۲۰۰۸ کال کې د اختطاف شوو دوو فرانسوي ژورنالستانو د خلاصون لپاره هم هڅې وکړي او که څنګه؟