مشرانو جرګې د لويي جرګې څخه ملاتړ وښود

د افغانستان مشرانو جرګې د امریکا له متحده ایالاتو سره د افغانستان او اوږد مهالو ستراتیژیکو اړيکو په اړه د لویې جرګې له جوړېدو څخه ملاتړ څرګند کړ.

مشرانو جرګې نن په خپلې عمومي غونډې کې د لویې جرګې له جوړېدو نه د ملاتړ تر څنګ په حکومت هم ټینګار وکړ، چې د دې جرګې د مهمو چارو او اجنډا په اړه دې ملي شورا ته معلومات ورکړي.

جمهور رئیس حامد کرزي ويلي، چې لویه جرګه به په راتلونکو دوو او دریو میاشتو کې جوړه شي.

نوموړي همدا راز ویلي و، چې د امریکا له متحده ایالاتو سره به د ستراتیژیکو همکاریو سند هم په راتلونکو څو ورځو کې بشپړ شي.