ايران پرون د اروپايي ټولنې هغه اقدام وغانده، چې پر ٣٢ ايراني چارواکو يې بنديزونه ولګول، ايران وايي دا يوه سياسي پرېکړه ده.
د بهرنيو چارو وزارت وياند رامين مهمانپرست د ايران يوه دولتي ويبسايټ ته ويلي، دا يو سياسي اقدام دى، د دوه ګوني معيار له مخې شوى او د منلو وړ نه دى.
اروپايي ټولنې د سې شنبې په ورځ د ٣٢ ايراني چارواکو شتمنۍ کنګل کړې او د دوى پر سفرونو يې بنديز ولګاوه. ويل شوي چې دغو چارواکو له بشري حقونو سرغړونې کړې دي.