هیلري:ناټو دې له افغانستانه په وتلو کې بېړه نه کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلېنټن له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو د بې وخته وتلو په اړه د ناټو غړو ته خبرداری ورکړ.

مېرمن کلېنټن په برلین کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د تړون پر غړو هېوادونو غږ وکړ، چې له افغانستانه په وتلو کې دې بېړه نه کوي او په افغانستان کې د تر لاسه شوېو بریاوو د خوندي کولو فکر دې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې د ناټو غړو ته وویل، چې په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د شمېر له تدریجي کمولو سره احتیاط په کار دی او باید داسې کار ونه شي چې یا تر لاسه شوې بریاوې له خطر سره مخامخ کړي او یا د طالبانو په وړاندې د کمزورۍ نښه وي.

مېرمن کلېنټن په خپله وینا کې په فلوریډا ایالت کې د یوه افراطي پادري له لوري د قرانکریم د یوې نسخې سوځول او له هغه وروسته په مزارشریف کې د ملګرو ملتونو پر دفتر د برید پېښې هم وغندلې.