په کونړ کې به ۵ نوي ښوونځي جوړ شي

په کونړ ولایت کې د امریکا د ولایتي بیارغوني ډله وايي، چې د روان عیسوي کال تر پایه به 5 نوي ښوونځی جوړ کړي.

د کونړ د پي ار ټي مشر ګس ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه ښوونځي به په خاص کونړ، شیګل او نور ګل ولسوالیو کې تریو میلیون امریکايي ډالرو په ډیر لګښت جوړې شي.

د کونړ د پوهنې د چارواکو په خبره په دغه ولایت کې شا او خوا 300 ښوونځي او تر یو لک او 50 زرو ډیر زده کوونکي درس وايي.

د دې ولایت د پوهنې رئیس جمال الدین حسنې وايي، چې په لېرې پرتو سیمو کې افغان وسله وال طالبان د ښوونځیو ساتنه او څارنه کوي، نو ځکه په دغه ولایت کې د ښوونځیو د تړلو ګواښونه کم دي.

بل خوا د زابل ولایت د پوهنې چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د 138 تړلو ښوونځیو څخه یو ښوونځی بیا د زده کوونکو پر مخ خلاص شو.

د دې ولایت د پوهنې مرستیال سیداجان غمخور وايي، چې دغه ښوونځی په کلات ښار کې د ناامنیو او وسلوالو له ګواښوونو له امله تړل شوی و.

د راپورونو له مخې په زابل کې ټول 172 ښوونځی شته، چې 137 یې اوس هم تړلي دي او 85 زره زده کوونکي له درسه بې برخي دي.