د جوزجان ولایت چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د وسلوالو طالبانو یو قومندان له خپلو ملګرو سره وژل شوی.
د جوزجان ولایت د امنیي قومندانۍ د امنیت امر محمد ابرهیم ازادۍ راډیو ته وویل، چې د نړېوالو ځواکونو په عملیاتو کې د دغه ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د فاریاب ولایت لپاره د طالبانو ټاکل شوی والي مولوي عبدالقدوس وژل شوی.
د نوموړي په خبره، په دغو عملیاتو کې د دولت نهه تنه وسلوال مخالفین هم نیول شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.