د اسراییل لوې څارنوال اعلان کړی، چې د اسرایل د بهرنیو چارو د وزیر افیګدور لیبرمن په ضد یې په اداري فساد کې د لاس درلودو په اړه اسناد را غونډ کړي دي او محکمې ته به وړاندې شي.
لیبرمن داسراییل د صدراعظم بني امین نتانیاهو په محافظه کار ایتلاف کې له عمده شریکانو دی او له کلونو راهیسې تر څیړنو لاندې وو .
د اسراییل د لوی څارنوال له دفتره په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د لیبرمن په ضد به ښايي د درغلیو او بې اعتبارۍ په شمول له ګڼو تورونو سره په ارتباط اسناد په محکمه کې وړاندې شي .
لیبرمن په هر ډول درغلیو کې لاس درلودل رد کړي، خو که چیرې د ده په ضد اسناد محکمې ته ولاړ شي او د تورونو د ثابتولو جریان پيل شي نو ښايي له دندې استعفی وکړي .