شمالي کوریا کې یو امریکایۍ نیول شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې ده چې یو امریکايي په شمالي کوریا کې نیول شوی دی .

دوی د شمالي کوریا له چارو اکو غوښتي چې د بشري خواخوږۍ په بنسټ دې دا امریکايۍ خوشې کړي .

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ددې امریکايي هویت نه دی څرګند کړی او نه یې دده د نیونې په اړه نور جزییات ورکړي دي .

د رسنیو راپورونه وايي چې دا سړی په تجارتي ویزه شمالي کوریا ته ننوتی و او درې میاشتې مخکې نیول شوی دی .

سویډني چارواکو له نوموړي سره په بند کې کتلي ، ځکه د امریکا متحده ایالات له شمالي کوریا سره ډیپلوماټیکي اړیکې نه لري .

په دې ورستیو کلونو کې په شمالي کوریا کې ګڼ امریکایان نیول شوي . له ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا د دوو پخوانیو ولسمشرانو جیمي کارتر او بیل کلینټن شمالي کوریا ته سفرونه وکړل او د یوشمیر بندیانو د خوشي کیدو غوښتنه يې وکړه .