کونړ:په یوه قومي جرګې ځان مرګۍ برید وشو

د کونړ ولایت په اسمارو ولسوالۍ کې نن په یوې قومي جرګې ځان وژونکې حمله وشوه، د پخواني جهادي قومندان ملک محمد زرین په ګډون لس تنه په کې ووژل شول او اوه نور ټپیان شول.

د کونړ د امنیې قومندان خلیل الله ضیايي ازادۍ راډیو ته وویل، په وژل شوېو کسانو کې د ملک زرین او د هغه د زوی په ګډون اوه قومي مشران او درې ماشومان شامل دي.

د سیمې څو تنو اوسیدونکو ازادۍ راډیو ته وویل، چې جرګه د یوې شخصي شخړې د حل لپاره ناسته وه.

پخوانی جهادي قومندان ملک محمد زرین له افغان دولت سره همکاري کوله او د طالبانو مخالف بلل کېده، خو تر اوسه د پېښې مسئولیت چا پر غاړه نه ده اخیستی.