په کاپیسا کې ځان مرګي بریدګر ۴ تنه ټپیان کړل

نن د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې هم یوه ځان وژونکې حمله وشوه، چې چارواکي وايي څلور ملکي کسان په کې ټپيان شوي.

د نجراب ولسوال سلطان محمد صافي ازادۍ راډیو ته وویل، د ځان وژونکی حمله کوونکي چې په موټرسایکل سپور و هدف د ایساف ځواکونو د موټرو کاروان و خو هدف ته له رسېدو مخکې یې ځان والوځاوه او ملکي کسان یې ژوبل کړل.

د یو بل خبر له مخې ایساف ځواکونو ویلي، چې د افغانستان په ختیځ کې یې نن یو عسکر په یوې بمي چاودنې کې ووژل شو.

ایساف ځواکونو په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړې خو د پېښې په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.