علما:که م.م له اسلامي هېوادو سره واوسي نو اغیزه به يي ښه وي

د افغانستان د ديني عالمانو شورا وايي، که چېرې په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د سازمان کارکوونکي له اسلامي هېوادونو څخه واوسي، په خلکو به یې اغیز ښه وي.

دغه خبره د علماو د شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف په کابل کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي سټیفن ډیمستورا سره په کتنه کې وکړه.

د عالمانو د شورا له خوا په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې راغلي، تیره ورځ په دې کتنه کې ښاغلي کشاف همدا راز ټینګار وکړ، چې ملګري ملتونه دې په افغانستان کې د امنیت په ټینګولو او د سولې په پروسې کې خپل رول لا زیات کړي.

دغه څرګندونې وروسته له هغې کیږي، چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې د بلخ په مرکز مزارشریف کې یو شمېر مظاهره کوونکو د ملګرو ملتونو په سیمه یېز دفتر یرغل ور وړ او اوه بهرني کارکوونکي یې ووژل.