ناټو:د هلمند په نهر سراج کې مو مخالفین وژلي

ناټو ځواکونه وايي، د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې یې له افغان ځواکونو سره په ګډو پوځي عملیاتو کې یو شمېر وسلوال مخالفین وژلي دي.

ناټو ځواکونو په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي، دغه عملیات چې هوايي ملاتړ ورسره و، پر ناټو ځواکونو د وسلوالو مخالفینو له یوې حملې وروسته وشول.

په اعلامیې کې د وژل شوېو وسلوالو مخالفینو دقیق شمېر نه دی ښودل شوی،خو وسلوالو مخالفینو په دې اړه تر اوسه څه تبصره نه ده کړې.