کالدویل:په افغانستان کې د استخباراتو مامورین روزو

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو د روزنې د چارو مسول وایي، لویدیځ ځواکونه په دې هېواد کې د استخباراتو مامورین روزي څو د ملي اردو او پولیسو لیکو ته د طالبانو د ننوتو مخه ونیسي.

جنرال ویلیام کالدویل وویل، د افغان استخباراتي مامورینو روزنې ته ځکه اړتیا ده، چې پر بهرنیو روزونکو د هغو افغان سرتیرو د حملو مخه ونیول شي چې له طالبانو سره لاس لري یا د هغوی په لارښونه د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې ننوتي دي.

د کالدویل په وینا دغه مامورین به دنده لري چې دغه افراد په نخښه کړي، په افغانستان کې د ناتو او امریکایي ځواکونو د روزنې د چارومسول دغه راز ډاډ څرګند کړچې افغان امنیتي ځواکونه به وکولای شي چې تر۲۰۱۴ کال پورې په بشپړه توګه د هیواد د امنیتي چارومسولیت په غاړه واخلي.