قطر:د لیبیا د تماس د نړېوالې ډلې غونډه جوړیږي

نن په قطر کې د لیبیا د تماس د نړېوالې ډلې غونډه جوړیږي، څو په دغه هېواد کې د واکمن معمر قذافي او د نوموړي د مخالفانو ترمنځ د روانې جګړې په وړاندې د دریځونو په هم هانګه کولو خبرې وکړي.

تمه کیږي، چې د لیبیا د حکومت د مخالفې انتقالي شورا غړي دغې غونډې ته وینا وکړي،دا شورا د قطر، فرانسې او ایټالیا له خوا په رسیمت پیزندل شوی ده.

چارواکو ویلي، دغه راز ټاکل شوې چې د قذافي د بهرنیو چارو مرستایل وزیر موسې کوسا هم د قطر غونډې ته وینا وکړي.