د خوړو نړېوال سازمان یا ډبلیو اف پي په جلال اباد ښارکې یونیم زر۱۵۰۰بې وزله کورنیو ته د میاشتني کوپون د کارتونو د ویشلو لړۍ پیل کړه.
په افغانستان کې د دغه سازمان استازي لویي امبلیو دغه پروژه ارزښتمنه وبلله او زیاته یې کړه، چې له دې سره به له بې وزلو خلکو سره مرسته وشي او د ښارونو سیمه ایز اقتصاد به وده وکړي.
ویل کیږي، هر کارت دولس نیم سوه افغانۍ ارزښت لري چې دوکانداران به یې په بدل کې ورته خوراکي توکي ورکوي.
دغه سازمان په پام کې لري، چې د روان میلادي کال ترپایه دغه لړې د هېواد څلورو ولایتونو ته وغځوي چې په دې برخه کې دغه سازمان پنځه میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.
هالنډ هم د ۷،۲ میلیونو ډالرو په مالي مرستې د دغې پروژې ملاتړ کړی دی.