ملګروملتونه په کندوز کې د هغو طالبانو لپاره، چې له جګړې يې لاس اخيستی، يوه اندازه پيسې ورکوي.
د ملګروملتو د انکشافي پروګرام يوه مسوول عبدالروف قاضي زاده، چې د سولې او په ټولنه کې د بيا يوځاې کېدو پر پروګرام کار کوي، وويل، دوي په بېلابېلو سيمو کې د افغانستان د حکومت د څه باندې درې سوه وسله والو مخالفانو د نومونو ثبت پيل کړي چې پيسې ورکړي.
ده د جرمني (ډي پي اې) خبري اژانس ته وويل، دا موقت پروګرام د هغو کسانو لپاره دي چې په کندوز ولايت کې يې له جګړې لاس اخيستي دي.
د ده په وينا دا پروګرام، چې څو مياشتې دوام کوي، د دې لپاره پيل شوي چې له جګړې لاس اخيستونکي خپلې ستونزې حل او ځان ته کار پيدا کړي.